Home شعرونه غزل-- حميده پکتيانۍ

غزل-- حميده پکتيانۍ

برېښناليک چاپول PDF
  ژوند مې ټول جانانه ستــــا لاسو کې دی
زړه مې لکه خاورې ستا په پښو کې دی
خلک راته ستا په مينــــــــه ګـــــوري ټول
ستا د مخ تصوير مې په لــــېمو کـې دی
ټول په دېدنونو غــــوليــــــــــدلـــــــــي دي
خوند خو ټول جانانه شـــــــوګېرو کې دی
غم دې پېغلتوب راځنې خوري ورور ورو
يو نيم سپين وېښته مې په کمڅو کې دی
خوله مې له ماشوم رېبـــــــــار نه واخيسته
ويل يې راته يار دې پــــــه مزو کــــــې دی
مړه کړه پکتيانۍ د پېښــــــور ګــــــــــرمي
قبر يې په خپل کلي ( چيـــــنو ) کـــــې دی.

وروستنۍ نوې شوې ( دوه نۍ ، 8 FEBRUARY 2010 ، 15:42 )  

چاپ شوي آثار