Home شعرونه حسيبه شهيد_ داسې به نه رژېدم!

حسيبه شهيد_ داسې به نه رژېدم!

برېښناليک چاپول PDF

که مې له تا سره خندلي نه وی

که مې و  تا پسې ژړلي نه وی

که مې ټول واک تاته سپارلی نه وی

که مې له هر څه لوړ ګڼلی نه وی

داسې به نه ځورېدم داسې به نه کړېدم!

که ستا د مينې د رنګونو کتاب

ما د زړګي تاخ کې ساتلی نه وی

او هره شپه مې بيا د اوښکو ځل ته

پاڼه په پاڼه بيا لوستلی نه وی

داسې به نه ژړېدم ، داسې به نه نړېدم!

که مې ستا پل پسې دانګلي نه وی

که مې په اوښکو ته لمانځلی نه وی

که مې سندرو کې ستايلی نه وی

که مې په سترګو کې ساتلی نه وی

داسې به نه سوزېدم ، داسې به نه ژړېدم!

وروستنۍ نوې شوې ( دوه نۍ ، 8 FEBRUARY 2010 ، 13:12 )  

چاپ شوي آثار