Home شعرونه غزل - شمعه شوګیر

غزل - شمعه شوګیر

برېښناليک چاپول PDF
 
 
زما په غېږه کې سکون ومومي خوب ورشي
که پرې نېشه دځوانمرګي پېغلتـوب ورشي

له خماروسترګودجارشم بلا ښکلې ښکاري
خوب زنه یاره له ډېرخوبه پرې پړسوب ورشي

چاانګیرل چې به یـوه ورځې دکابل هستۍ ته
نوښت له خوسته له پکتیااوله اریـوب ورشي

سم له فطرت بندیخانې دآزادۍ  دور وي
دچا چې یادته دشوخیو ماشومتـوب ورشي

هاغه د دار او دپېغـورپه غم کې نه وي شمعې
دچاملتیاته چې شوګیراومئینتوب ورشي
وروستنۍ نوې شوې ( پينځه نۍ ، 28 جنوري 2010 ، 14:05 )  

چاپ شوي آثار