Home شعرونه توپير_نعيمه غني وردګ

توپير_نعيمه غني وردګ

برېښناليک چاپول PDF

څومره توپير دی زما او ستا په منځ کې

زما لوستې مکتبۍ لورجانې

زه دقفس دمنځ بندي مینا وم

ته الوتونکې یې مرغۍ لورجانې

ما به ډوډۍ په اجازه خوړله

تا سرحدونه او حدونه مات کړل

ماته خو کور لویه نړۍ ښکاریده

تا د کورونو ستر قفلونه مات کړل

مابه خبر کول ګناه ګڼله

ته فیصلې کوې خپل حق یې ګڼې

ما به برده له ګنهګار ګوله

ته تماشې کوې خپل حق یې ګڼې

مابه دې پلار د سر سړی بللو

ته خپل خاوند د څنګ ملګری بولې

مایې د چا په مخ کې نوم نه اخیست

ته یې جانان ته یې ښاغلی بولې

زه یو تصویر د حقایقو یمه

ته یو تصویر د لیونتوب ښکارې

زما په نوم به پلار او ورور شرمیدل

ته یې شمله د نارین توب ښکارې

ما د خبرو کړلو حق نه درلود

ته د ریښتیا ویلو حق غواړې

ما د ژړا کولو حق نه درلود

ته د خندا کولو حق غواړې

 

وروستنۍ نوې شوې ( درې نۍ ، 9 مارچ 2010 ، 13:36 )  

چاپ شوي آثار