اتم د مارچ ، د ښځو د نړيوالې ورځې په وياړ
حوا که به تر څنګه د آدم نه وای پيدا
له تندې به ګل مړوو که شبنم نه وای پيدا
دا ژوند به د آدم پر اوږو بار وو د ډبرو
دا مينه ، دا ښکلا که دا همدم نه وای پيدا
نغمه به د ژوندون وه د اومړي تار په څېر
له زير سره دوستي که به د بم نه وای پيدا
له تندې نه که منډې هاجرې اخيستې نه وای
کعبې ستا په لمن کې به زمزم نه وای پيدا
اروا به د عيسی ملايېکوچېرې پوکله
که پاکه د ايمان غوندې مريم نه وای پيدا
په ځمکه کې به سوي وو په ډار د جهنم
جنت که به د ميندو تر قدم نه وای پيدا
مريم که خديجه ده ، آسيه که فاطمه
که ښځې نه وای ښې نو دوی به هم نه وای پيدا
;کاروان ٢٠١٠-٧-مارچ




