Home

میرمن کلتوري - ټولنیز بهیر ویب پاڼې ته ښه راغلاست

رفيع الله زيار _ یو چاته

دبوډۍ ټال په شانې

طاووس بڼکې په څېر

زرين بنده وينمه

دلمردوړانګوپه څېر

دسپوږمۍ شانې ښکلى

درڼوستوروغوندې

نن سپين بنده وينمه

طاووس بڼکې په څېر

زرين بنده وينمه

×××

بشپړ متن ...
 

رحيمه پښتونځار_غزل

لرې يې له خــــماره  عذابـونه کــړه

ډک يې له ثــوابه نــن جامونــه کــړه

حســن د تخلــيق په مدارونو کــې

جوړ د ستورو ښکلي قطارونه کړه

شرنګ د زولنو په ژبه نه غواړي

بندې ورته زير و بم تارونه کړه

نه دي شاعران چې لېوني نه وي

ډوبې د غزل په جام حسنونه کړه

بشپړ متن ...
 

اناهيتا غرڅنۍ_غزل

 

ښه شوه ، ښه شوه چې لمبه شوم ، دا رڼا مې له تاواخيسته

خير دی ، خير دی که ايــره شوم ، دا فنا مې له تا واخيسته

 

ته نګهت يـــې د ګل منځ کې ، زه دې څنګ کــــــې لکه پاڼه

حُسنه ، حُسنه  اې ګــــلابه ، دا ښکـــــلا مې له تا واخيسته

 

د ژوندون په نامــــــه راغــــلې ، د مرګــــي په نامــه درومې

درومـــه ، درومــــه اې نادانه ، دا خطا مــې له تا واخيسته

 

دا جــــهان ، جــــهان لفظونه  او دا ښکــلي ، ښکــلي توري

لـــوله ، لـــــوله اې انسانـــه ، دا نُما مــــې لــــه تا واخيسته

 

د هستۍ مانا مــــې څــــه ده ؟ بـــــې لـــه هيڅه نور څه نه يم

نشـــته ، نشــــته بقا نشـــته ، دا مانا مـــــې له تا واخيسته

 

عبدالنافع همت_د ناز خواړه

يوه مشهوره اصطلاح لرو موږ

وايي فلانۍ داسي خواړه پخ کړي

چي سړی خوري ورسره خپلي ګوتي

خو نن عجيبه واورئ!

ماته له ډېره نازه

يوې مېرمني داسي څه پاخه کړل

چي په رښتيا سره د ناز خواړه وه

هغې زما لپاره

دا خپلي ښکلي ګوتي

په يو چاړه باندي ټوټه ټوټه کړې

بشپړ متن ...
 

ملالۍ بشير_غزل

کور که مې خپل نه بولي ميلمه راځه

لږ خو زما هم منه او ځه راځه

 

لږ لا نن زموږ کره نور پاتې شه

لږ لا  نن زما هم ومنه راځه

 

اوس چې مې بابا درته درکړې يم

نور مو و کوڅو ته ښه ډاډه راځه

بشپړ متن ...
 
پاڼه 12 له 35

چاپ شوي آثار

 

ننوتنه



وروستۍ زیاتونې

زیاتې لوستل شوې لیکنې

Choose style