رحیمه عزیزی ـ بیتونه
يومې تياره بل تنهائي خوښيږي
تور مې په سپينو کې خدايې خوښيږي
چې يوه زه بل مې جانان واى يو ځاې
هلته مي صرف يو خاموشى خوښيږي
چې د شينکې اسمان لمن کې تنها
يو څومي ستوري ګلالي خوښيږي
چې دا ماشوم احساس مې هرڅه خوښ کړل
هغه زما هم ( عزيزي ) خوښيږي

