Home

میرمن کلتوري - ټولنیز بهیر ویب پاڼې ته ښه راغلاست

وهاب نوري_ بیلتون

که  د غمونو  د ریا بو  ته  می  د ا نګلي  نه  وای

 

د بیلتو ن غیشي مې  په  زړه  با ندې  خوړلي  نه  وای 

 

بیا به زما  د  تورو سترګو  تما شی  کید لي 

 

که د  وطن  په غم  کی  د ومره می ژړلي  نه وای  

 

پښتنی  پغلی  به د سوا ل  ځو لۍ  ته  نه  کینا ستي

 

وحشی با د ونو  که ټیکري ور څخه  وړي  نه وا ی

بشپړ متن ...
 

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې لیمې نیازۍ لنډه کیسه ،کره کتنې ته وړاندې کیږي.

آغلې فریبا سوله مل به په دغه کیسه لیکلې کره کتنه اوروي. ټولې خویندې به د ورکړل شویو دندو په اړه وروستي رپوټونه وړاندې کوي.

بشپړ متن ...
 

د نعيمه غني (توپير) شعر د بدلون يو زېرى

ليکنه: حکمت سروش

 ښځو د تاريخ په اوږدو کې تل د مساوات، درناوي او د نارينه وو غوندې د حقونو د تر لاسه کولو لپاره هڅې کړي او ستونزې ګاللي دي.

خو  په داسې حالاتو کې چې هر څه د نارينه په لاس کې وي، او آن ښځو ته بنيادي حقونه هم نه ورکوي، د ښځو لپاره دا ستونزمنه وي  چې خپلو موخو ته ورسيږي.

د نارينه سالارۍ فکر او سوچ له کلونو کلونو را روان دى، او آن په يوويشتمه پېړۍ کې هم ښځې له ډېرو توپيريزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د نړۍ په ډېرو سيمو کې نه دي توانېدلي چې له نارينه وو سره اوږه په اوږه ودريږي او له خپلو حقونو برخمنې شي.

ښځې نه يوازې د نارينه سالارۍ سره په جګړه کې وې، دوى ته هغه وخت نوره هم ستونزمنه شوه شوه چې کله د رنګ يا توکم پرستۍ سره هم مخامخ شوې.

بشپړ متن ...
 

دموردورځې په مناسبت دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمبارکي پیغام

میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرټولو خویندو او میندو او ټولو هیواد والو ته دمور دستر مقام دلمانځلودورځې په مناسبت دټولو افغان میرمنو په استازیتوب مبارکي وایي.

دايوروښانه حقيقت دى چې مورهغه سپڅلی نوم دى چې په يادولوسره يې انسان ته دبې كچي ميني احساس ورپيدا كيږي مور مینه ده،مور ژوند دى ، مورهيله ده،مورخنداده ، مورښكلاده، مورنازدى اومور هغه سيورى دى چې دچاله سره ليري شي نودژوند دناخوالوتاوده لمرونه يې سوځي .

دموردورځي تقدس ته هسي هم دنړۍ هروګړى ظاهرآ خورازيات احترام لري خو له بده مرغه په عمل كي ډېرى كسان دغه احترام ته ژمن نه دي . هره مور دخپل اولاد نیکمرغي  په سوله او هوسا ژوند كي ويني خو اوس دنړۍ دګڼو هيوادونواو له هغې جملې څخه دافغانستان له بېوزله او مجبورو ميندو څخه سوله او دهغوى دهوسا ژوند اوښېګڼې ډېري برخي ناامنیو اخيستي دي .

بشپړ متن ...
 

هغې پرښتې ته چې دوهم نوم يې مور دی:

د مور ورځ يوځل بيا مور ويلو ته يوه بهانه


مور هغه کلمه ده چې په ويلو سره يې د هر چا په زړه کې د مينې يو داسې بی ساری او ناخوداګاه احساس پيدا کېږي چې درک کول يې ګران دي .

 

مېرمن کلتوري ټولنيز بهير ټولو درنو ميندو ته د مور د نېکمرغه  ورځې مبارکي وايې او هيله کوي چې پاک الله دې ټولو درنو ميندو ته د هغوی د لا محدودې مينې په اندازه خوښۍ ورپه برخه کړي.

 

په درنښت : د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير دارالانشا

 
پاڼه 10 له 35

چاپ شوي آثار

 

ننوتنه



وروستۍ زیاتونې

زیاتې لوستل شوې لیکنې

Choose style