Home

میرمن کلتوري - ټولنیز بهیر ویب پاڼې ته ښه راغلاست

روهيلۍ_ يوه هېره شوې اوښکه

غوښتل مې چې ستا په زړه کې زه هم ځای پيدا کړم او هلته خپل مات او لالهانده روح هوسا کړم.

ستا په زړه باندې مې طوافونه وکړل خو زما لپاره ځای په کې نه وو ، ستا سترګو ته مې پام شو چې د بې انتها مينې سمندر په کې پروت وو.غوښتل مې زه هم د هغه سمندر يو څاڅکی شم او ستا په لېمو کې اووسېږم. ستا په سترګو کې اوښکه شوم او خپل ستړي روح ته مې ستا په لېمو کې پناه وړکړه.

خدای خبر چې له خوښی  نه و که له غمه ، ستا په برخوګانو اوښکې لارې جوړې کړې چې زه هم ورسره مل وم.

ستا لېمې نه راپرېوتم په باڼو دې وښويدم  ستا د پښې مخته په ځمکه خورې ورې شوم...

ته پاڅېدی او په ګړنديو ګامونو رانه روان شوې له هر قدم سره د هېرولم، لمر وچولم او خاورې  ورکښولم.

تر وروستی سلګۍ يواځې يوه پوښتنه مې په خيال کې لکه تند باد په الوتو وه .

چې ايا يوه شېبه به يې ياد ته ورغلي وم؟؟؟

 

د ماشوم ذهن اود ليدنيزو شيشو (( تلويزيون، کامپيوټر ، ګيمونو)) اغيزه

ليکواله: اناهيتا روهي

د ننۍ پر مختللې تنکالوجۍ سره ، چې څومره د ژوند سوهولتونه ډيرشوي ، په هماغه کچه يې منفي اغيزې هم مخ په ډيرويدو دي . په تيره بيا دامنفي اغيزې په ماشومانو کې د يوې ساري ناروغۍ په څير په چټکۍ سره په خوريدو دي .

دماشومانوارواه پوه ،المانی فيلسوف اودعقلي اوعصبي برخې ډاکتر(( منفريد شپيتڅير)) Spitzer Manfred  وايي  ((د تلويزيون پر شيشه. هر ډول خپريدونکې خپرونه د ماشوم د ذهن ، سر ، زړه او حتی خيټې او نس لپاره مضره ده .))  دې دا ډول ليدنيزو شيشو تر څټ ناستی  له ډيرو خواوو دماشومانو او تنکيو ځوانانو ذهن زيانمنوي .

ډيرې ميندې وينو ، چې خپل واړه ماشومان يې د تلويزيون مخته کينولې وي  او دوی په خپله د کور په چارو بوختې وي . که ترينه وپوښتو ، چې ولې دې دا ماشوم د تلويزيون مخ ته يوازې کينولی دی؟ پرته له دې ، چې کوم وخت يې هم دې ته پام کړی وي ، چې د ماشومانو دا ډول يوازې ناستي پايله به څه وي ،په ځواب کې وايي (( ښه دی غلی ورته ناست وي ، ژاړي نه ، ناولتيا  او ورانی نه کوي ، او زه هم خپلو چارو ته وزګاره وم!))

بشپړ متن ...
 

د افغانستان لپاره د قلم د نړۍ والې ټولنې نوی مشر وټاکل شو :

د قلم ټولنې د پښتو څانګې د ١٣٨٩ کال  مشرتابه  منتخب پلاوي او د قلم ټولنې ځايې کارکونکو  پرون سه شنبه د چنګاښ په لومړۍ نېټه د افغانستان د قلم ټولنې په ودانۍ کې غوڼډه وکړه.

 

د يادونې ورړ ده چې د قلم ټولنې د سږ کال د  رهبرۍ د کميسيون  غړي هر يو ښاغلی نورمحمد سعيد ، ښاغلی سيد فخرالدين هاشمي ، آغلې طوبا ندا ساپۍ ، ښاغلی ابراهيم شينواری او اغلې ساهره شريف دي.

 

غونډه چې د ماسپښين پر درې بجو پيل شوه ،لومړی ښاغلي غلام نبي صلاحي د پښتو څانګې د مشرتابه پلاوي نويو منتخبو  غړو ته د هغوی د کار دپيلېدو مبارکي ورکړه  او ورپسې يې د قلم  د نړيوالې ټولنې د موخو او فعاليتونو په اړه اوږدې خبرې وکړې .

 

د غونډې په دوهمه برخه کې   د يوه پراخ بحث وروسته ښاغی سيد فخرالدين هاشمي د پښتوڅانګې مشر او رسما د افغانستان د قلم ټولنې مشر وټاکل شو.

 

غونډه د مازديګر پر پينځو بجو ختمه شوه.

 

اناهيتا غرڅنۍ_نظرماتی

ته پوهيږې سپيلنيه !

چې ستا قدر څومره ډير دی

هم په کلي

هم په ښار کې

تا خو ساتي هر څوک ياد کې

چې مورکۍ سترګې خوږې شي

که په زوی  وي

که په ورور وي

انديښنه يې په زړه راشي

هله پاڅيږي له ويرې

ﻻس را ډک له سپيلنو کړي

بشپړ متن ...
 

اديبه اديب_غزل

ته مې عظمت او ارادې وګوره

زماتــاريخ اوکارنامې وګــوره

زه دنــازودلوی همت نښــه يم

زه دغيـــرت اودعزت پته يـــم

په ما کې پټ د زرغونې همت دی

دخپل وطن د لوې خدمت سمت دی

زما د ملالـې توره  هېره نه ده

هم د ناهيد د وينو بېړه  نه  ده

بشپړ متن ...
 
پاڼه 9 له 35

چاپ شوي آثار

 

ننوتنه



وروستۍ زیاتونې

زیاتې لوستل شوې لیکنې

Choose style