Home

میرمن کلتوري - ټولنیز بهیر ویب پاڼې ته ښه راغلاست

خبرتيا - دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې غونډه

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ

 ټولو   ته سلامونه او نیکې هیلې !

    دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې مرضیې امین شعر او د سولې نیازۍ لنډه کیسه ،چې په تیره غونډه کې پاتې سوې وه کره کتنې ته وړاندې کیږي.

آغلې فریبا سوله مل او وږمه فضلي به په دغه شعر اوکیسه لیکلې کره کتنې اوروي.

بشپړ متن ...
 

راځئ کيسه وليکو!

 

ليکوال: نصيراحمد احمدي

 

 له ځانه پوښتنه وکړئ! آيا کيسه ليکلی ش‍ئ؟

بيړه مه کوئ!  يوه شېبه د کتاب پاڼې سره ورولئ، کيدای شي نورې جملې وروسته ولولئ!

څه پريکړه مو وکړه؟  " هو " که " نه" ؟

د کيسې ليکل کوم جادو نه دی، نه هم  په لوړو زده کړو پورې اړه لري.

زه ماشوم وم، انا به مې تل کيسې راته ويلې، هغه کوچۍ وه، په ليک لوست نه پوهيده، خو کله چې به يې په کيسه پيل وکړ، تر پايه به يې ورسره وړلو، ما به کله کله خپلو خويندو او وروڼو ته کتل، ټولو به د انا ګونځې ګونځې خولې ته وچې سترګې نيولې وې، د لاټين په رڼا کې به په خړ ديوال لوی لوی سيوري ښکاريدل،  خو حرکت  يې نه درلود، غلي به ناست ول.  کله کله به د انا له غږ سره د چونګښو کورړا هم ګډه شوه، نور هيڅ هم نه اورېدل کېدل.

بشپړ متن ...
 

سيدجيلاني جلان _ د شعر څو مهم توکيو په اړه لنډې خبرې

 ١ :- د شعر جوړښت

د شعر جوړښت په دوه ډوله دى

١ :- داخلي جوړښت

٢ :- بهرنې جوړښت

 

١ :- داخلي جوړښت :-

     په داخلي جوړښت کې د شعر خيال، فکر ،پيغام،راښکون او موضوغ . او داسې نور  راځئ.

بيلګه :- پسرلى صيب .

                      خير دى که مې ويلى شي تن واړه لکه شمع

                      ټيټه مې دې بل ته نه شي غاړه لکه شمع

 

         په دې بيت کې څومره عظيم فکر پورته دى . او په شعر کې چې ويل کيږي فکر مهم

        همدغه فکر دى . ځکه يو پوه وايي

           فکر په شعر کې بايد داسې پټ وي لکه په ميوه کې چې خوند پټ وي

 

بشپړ متن ...
 

د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد دولسمې اوونيزې غونډې رپوټ


لیکونکې: هوسۍ وفا

د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دولسمه اونيزه غونډه دعزیزې افغانې په مشرۍ غرمه مهال پر یوه نیمه بجه دپوهنې وزارت په تالار کې پیل سوه.

دغونډې میلمانه آغلې صدیقه بصیري ،تکړه لیکواله او شاعره فاضله عشرتي نوښتګر شاعر او ژورنالست سید جیلاني جلان وو، او منشي یې هوسۍ وفا وه.

د غونډې په پیل کې د برېښنا ساپۍ پر دغه شعر کره کتنه وشوه:

 

«زه یمه افغانه د افغان په نوم نازېږمه

ځان به کړم ملاله د ملال په څېر څرګندېږم به

څو چې د وطن په لاره ځان شهیده نه کړمه

بل وطن به څه کړم، چې ویجاړ وطن ګورمه...»

بشپړ متن ...
 

اناهيتا غرڅنۍ_غزل

چا ليدلـــی دی غــــــاټول په مــــينځ د غره کې

راشـــــــئ وګــــــــوری بُبری زمـــــا په زړه کې

 

غږ يې نـــــــشته يوسف تلـــــلی لــــــــــه کنعانه

ياد يې ګوری د يعقوب د خـــــيال په وره کې

 

پــــــــــخوا به کــله , کله ذکـــر ســـــــتا د نوم و

اوس خو تل وي يو ستا نوم زما په خوله کې

 

په اوښـــــــــکو بله وه ډيــــــــوه د انتــــــــــــظار

هيڅ دې هــــــم ونه وې يـــــــووارې په تله کې

 

دا دوهــــــم ځلـــــــــــې راتګ ته دې چې ګورم

پښه نيولې شـــــــــــمه ستا د پښو په پله کې

 
پاڼه 8 له 35

چاپ شوي آثار

 

ننوتنه



وروستۍ زیاتونې

زیاتې لوستل شوې لیکنې

Choose style