دوهمه برخه:
د نجلۍ پر مخ يوه توده ساولګېده، بيا يې په ښي غومبري تود لوندوالی احساس کړ، په بيړه يې سترګې رڼې کړې، تور وربوز يې وليد، يوه زوروره چيغه يې تر خولې راووته، سپي کوړنج وهل، نجلۍ ټکان وخوړ، پړی کش شو، موټرسايکل ړنګ شو، ځوان په منډه کېږدۍ ته ورننوت، يو اوږد ډانګ په ګوتو ورغی، سپی په کوړنجيدا د باندي ووت..
بوډۍ غږ کړ!
_ څه خبره ده؟
ځوان وويل:
_ سپي وډاره کړه!
بوډۍ کېږدۍ ته ور ننوته، په لاس کې يې له شيدو ډک جام ښکارېده، په ملنډو يې وويل:
_ سپي دا وډاره کړه، که دې سپی وډار که! ته ورته وګوره! سمه دمه بيزو ده، د سپي بلا دې سل واره ورباندې وګرځي.
نجلۍ په راوتلو رډو سترګو ورته کتل...
شېرګل وويل:
_ وړانګه چيرته ده، ورېندار هم نه شته؟
بوډۍ سوړ اسويلی ويست:
_ اوبه نه وې، يوه ګړۍ مخکې دواړه چينې ته ولاړې.
له دې سره له کېږدۍ ووته.
شېرګل نجلۍ ته وکتل، هغې ژړل...دی هم د باندې ووت.
نجلۍ شاوخوا سترګې واړولې، کېږدۍ لويه وه، يوه څنګ ته څو خيرنې بړستنې پرتې وې، بل لورته ناولي لوښي ايښي وو او مخامخ د يوه ماشوم نرۍ پښې تر لانده اوړني راوتلې وې.