Home

میرمن کلتوري - ټولنیز بهیر ویب پاڼې ته ښه راغلاست

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیرد پنځلسمې اوونیزې غونډې ریپوټ

لیکونکې :نجیبه آشنا

نیټه :۲۶/۴/۱۳۸۹

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر پنځلسمه غونډه دشکریې خروټې په مشرۍ د غرمې په یوه نیمه بجه دپوهنې وزارت په تالارکې په یوه ښکلی شعر چې دښځو په هکله وو د شکریه خروټی لخوا پیل شوه . دغونډې میلمانه ډاکټربشیر احمدګواښ تکړه شاعراو ژورنالست،جاویداوربل تکړه شاعراو لیکوال وو او د غونډې منشي سوله نیازۍ وه.

همدارنګه د بهیر د غړو څخه پرته څلور نورې خویندې هم راغلۍ وی په غونډه کې په کاری مسایلو خبرې وشوې کلالۍ عمرخیله ،قندی،تورپیکۍ مومندوردګ،اوږۍ امیل ښځینه باغ ته تللې وې او هغه ځای یې د رڼا مشاعري لپاره مناسب باله او همدارنګه په یوه بل هوټل هم خبرې وشوې چې قیمت یې ډیراوچت وواو همدارنګه

بشپړ متن ...
 

ژ_ندا ساپۍ

غر يې له لومړيو تېږو نه پيلېږي

 انسان يې لومړي درد نه

زه ستا له اول نظر نه پيل شوم

او ستا په اخېر نظر به ختمېږم

 

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیرد پنځلسمې اوونیزې غونډې ریپوټ

لیکونکې :نجیبه آشنا

نیټه :۲۶/۴/۱۳۸۹

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر پنځلسمه غونډه دشکریې خروټې په مشرۍ شنبه د غرمې په یوه نیمه بجه دپوهنې وزارت په تالارکې په یوه ښکلی شعر چې دښځو په هکله وو د شکریه خروټی لخوا پیل شوه

دغونډې میلمانه ډاکټربشیر احمدګواښ تکړه شاعراو ژورنالست،جاویداوربل تکړه شاعراو لیکوال وو او د غونډې منشي سوله نیازۍ وه.

همدارنګه د بهیر د غړو څخه پرته څلور نورې خویندې هم راغلۍ وی په غونډه کې په کاری مسایلو خبرې وشوې کلالۍ عمرخیله ،قندی،تورپیکۍ مومندوردګ،اوږۍ امیل ښځینه بغ ته تللې وې او هغه ځای یې د رڼا مشاعري لپاره مناسب باله او همدارنګه په یوه بل هوټل هم خبرې وشوې چې قیمت یې ډیراوچت وواو همدارنګه افغانستان نوین هوټل هم کتل شوی وو او هلته د میرمن بهیر د غړو تود هرکلی ترڅنګ ښه د تخفیف ژمنه هم ورسره شوی وه همدارنګه وویل شول چې دغه هوټل ددوه سوه پنځوسوتنو ځای لرې او ستیژ هم پکې حوړ شوی خو ستونزې یې دا وې جې دمرکز څخه لرې وودی او باید ډوډۍ هم بل ځای څخه راوړل شې خوبیا هم دغه هوټل دمیرمن بهیر د غړو لخوا مناسب ځای ونه بلل شو همدارنګه سولې نیازې وویل:دموسیقی په برخه کې  ملی راډیوټلویزون ژمنه کړې چې مرسته به کوې همدارنګه وویل شول اسرارکریم زي به د کارتونو په چاپ کې مرسته کوی ټاکل شوی ده چې د یکشنبه  ورځ د اسد لسمه به د رڼا مشاعره جوړه شې.

بشپړ متن ...
 

غزل_مينه صابر

نصیب ته مې پردیس عمر غمونه ډالۍ کړي

سینې ته مې یې له درده ډک زخمونه ډالۍ کړي

یادیږي مې دګل طن سپېرې خړې جونګړې

سهار بیګا مې تل ور سلامونه ډالۍ کړي

یادیږي مې همزولې د پښتو دجنت حورې

یادونو یې ګریوان ته دریابونه ډالۍ کړي

دهر یوه افغان په فکر او چورت کې یمه ډوبه

قلم ته مې ددې شیبې دردونه ډالۍ کړي

بشپړ متن ...
 

ندا ساپۍ_بيتونه

چې نه يې هره سترګه مې تا غواړي

چې راشې، راته وايي چې پټېږو

چې وېپو ښتمه دا څنګه دستور دی

وی شوخې ماشومانې يو لوبېږو

 
پاڼه 5 له 35

چاپ شوي آثار

 

ننوتنه



وروستۍ زیاتونې

زیاتې لوستل شوې لیکنې

Choose style