اوږۍ امېل ـ د اوښکو باران
وخت چې زما هيلونه لاسونه په سر واړول
ماهم له دې غمه ډک جامونه په سر واړول
مانه په ژوندون کې د نجات ساحل چې ورک شولو
ما دغم درياب کې طوفانونه په سر واړول
دا ماشوم زړګى چې مې زندان ستا دغمونو شو
ما په دې زندان کې ځنځيرونه په سر واړول
خوب ارام چې ﻻړ ستا له غمه زما سترګونه
ماپه تورو شپوکې شوګيرونه په سر واړول
تاکه مې دګل غوندې نازک زړګى زخمي کړلو
ماهم دغاټول غوندې داغونه په سر واړول
خير دى که اميل شوم اودغم غاړې ته ولوېدم
ګوره چي مې څنګه فريادونه په سر واړول

