Home

میرمن کلتوري - ټولنیز بهیر ویب پاڼې ته ښه راغلاست

غزل/ حميده پکتيانۍ

 
 
  ژوند مې ټول جانانه ستــــا لاسو کې دی
زړه مې لکه خاورې ستا په پښو کې دی
خلک راته ستا په مينــــــــه ګـــــوري ټول
ستا د مخ تصوير مې په لــــېمو کـې دی
ټول په دېدنونو غــــوليــــــــــدلـــــــــي دي
خوند خو ټول جانانه شـــــــوګېرو کې دی
غم دې پېغلتوب راځنې خوري ورور ورو
يو نيم سپين وېښته مې په کمڅو کې دی
خوله مې له ماشوم رېبـــــــــار نه واخيسته
ويل يې راته يار دې پــــــه مزو کــــــې دی
مړه کړه پکتيانۍ د پېښــــــور ګــــــــــرمي
قبر يې په خپل کلي ( چيـــــنو ) کـــــې دی
 

زما او ستا شاعري- بلینده بدرۍ

ستا له خمه ډک غزل کې

دا دتورو تصویرونه

لکه ستوري چې یاغي شي

د اسمان د ډاګ په کونج کې

د مدار له قابو ووځي

او له جوشه لمبې وکړي

قیامت پکې خوټیږي

د فضا پرې سترګې داسې

تکې سرې شي وینې وینې

ته وا مټ بنګ ېې وي څکلي

بشپړ متن ...
 

اديبــه اديب_دمېرمن کلتوري– ټولنيزبهير د۱۶اوونيزې غونډې رپوټ

دمېرمن کلتوري– ټولنيزبهيرشپاړسمه اوونيزه غونډه د۱۳۸۹کال دزمري (اسد) په نولسمه ۱۹نيټه غرمه مهال پريوه نيمه بجه دپوهنې وزارت په پنځم پوړکې دستورۍ معارج ستانکزۍ په مشرۍ جوړه شوه. دغونډې ویانده جمیله ساپۍدغونډې ميلمانه تکړه شاعراوليکوال استادعلم ګل سحر،ځوان شاعراو ژورناليست انجينيرهمت الله امين زی اودغونډې منشي اديبه اديب وه.

د(م.ک.ټ.ب)غونډې درې برخې درلودلې چی په لمړۍ برخه کې دمرضيې امين په شعرکره کنته وشوه،په دويمه برخه کې آزاده مشاعره اودغونډې په وروستۍ برخه کې درڼامشاعرې ارزونه وشوه.

دغونډې په لومړې برخه کې مرْضيې امين خپل لاندې شعردکره کتنې په موخه دبهيرګډونوالوته په خپل غږ ولوست،چې پټه مينه يې سرليک وه.

نوربه ډېرنه ګورم تاته

په احتياط مې قدم اخلم

دډارونوسلسله ده

خودبه يمه خود به غواړم

هغه مينه مې چې حق ده

زمالاس اوپښې تړلي

ځنځيرونه حلقې ګورې

ای زمامينې حسينې

غلچکۍ نظربه ټول کړې

دحسينوله جبينه

بشپړ متن ...
 

حمیرا کاوون ـ باور

ما په دې خپلو گناهگارو سترگو

ما په دې خپلو گناهگارو غوږو

ما د ژوندون په ځان ، ځانې بهير کې

ما د ژوندون ددرغليو تر څنگ

دخور او ورور

دځوى او پلار

مور او لور ترمنځه

دباور مړينه او سلگى وليدي

 

پروین ملال ـ دغم کوڅه

غم ته مو دغم کيسه لاپاتې ده

شپې ته دتورتم کيسه لاپاتې ده

زما په وچ ګريوان پسرلى رانغى

سترګو ته دنم کيسه لاپاتې ده

دلته دترنک څپو بندۍ کړمه

هلته دصنم کيسه لاپاتې ده

يوبېلتون دمينې بل د وينې دى

زغمه دستم کيسه لا پاتې ده

بشپړ متن ...
 
پاڼه 3 له 35

چاپ شوي آثار

 

ننوتنه



وروستۍ زیاتونې

زیاتې لوستل شوې لیکنې

Choose style