Home

میرمن کلتوري - ټولنیز بهیر ویب پاڼې ته ښه راغلاست

ژ:ندا ساپۍـ لمر او شمع

يوه ورځ کله چې  لمر  آسمان ته وخته  نو د يوې زړې حجرې د پنجرې تر شا يې يوې سوې شمعې ته پام شو، چې د خپل ژوند وروستۍ شېبې يې تېرولې .

لمر  مسکی شو او شمعې ته يې وويل : تېره شپه د چا د ژوند ډېوه وې او تر چا دې ځان لوګی کړ ؟

شمعې وويل :

  

مامې ځان ځينې قربان کړ          چې هــغه ته بقا ورکــــــړم

پـــه تيرو د تورو شپوکې       خپل پتنګ ته رڼا ورکړم


لمر وويل : څه ؟  هغه پتنګ چې زما په راختلو سره يې ته پرېښودې او لاړه ؟

شمعې وويل : يو عاشق د خپل معشوق د خوښۍ لپاره هر ډول سرښندنې ته تيار وي او په مقابل کې يې له هغې څخه  د کوم پاداش تمه نه لري ځکه د عاشق خوښي يې د معشوق په خوښۍ کې نغښې وي .

لمر په مسخرو  وويل : هى سرښندونکې ميينې ! اوس راته دا ووايه چې که چېرته، ته يوځل بيا ژوندۍ  شې نو غواړې چې څه واوسې ؟  شمعې آسمان ته وکتل او وېې ويل :

بشپړ متن ...
 

له ډیوې سره مزل) د میرمن بهیر یوه بله بریا)

 
 
لیکواله : ستورۍ معارج ستانیکزۍ

له ډیوې سره مزل د هغه په زړه پورې کتاب نوم دی چې په دې وروستیو کې دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په نوښت دقلم نړیوالې ټولنې له خوا د۱۰۰۰ ټوکو په شمیر چاپ شو

 له ډیوې سره مزل د اوسنیو افغان میرمنو دلنډو کیسو ټولګه ده چې دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر فعالې غړې لیکوالې او شاعرې آغلې وږمې فضلي تدوین کړی دی.

تکړه لیکوالې او څیړونکې او دمیرمن بهیر د اجراییه کمیټې مشرې آغلې څیړونکې ساهرې شریف،دهیوادتکړه لیکوال او شاعر علم ګل سحراو تکړه کیسه لیکوال نصیر احمد احمدي په نوموړي کتاب لیکنې کړې دي.

میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د ۱۳۸۷ کال په پسرلي کې دیو شمیر افغان میرمنوپه نوښت جوړ شو،چې تراوسه یې دافغان میرمنو یو شمیر اثار خپاره کړي دي، میرمن بهیر په لږ وخت کې ډیرې بریاوې لاس ته راوړې دي اوس اوس په کابل او دهیواد په زیاترو ولایتونو او په بهر کې څانګې لري چې هره اوونۍ دکره کتنې او مشاعرې منظمې غونډې لري او تراوسه یې په سلګونو پښتنې لیکوالې او شاعرانې روزلې دي.

بشپړ متن ...
 

د نوامبر شلمه ـ لينا شريفي

د مور په غږ له درانه خوبه راپاڅېد، په ځای کېناست، سترګې یې چې له خوبه بېرته سره ورتلې  په دواړو موټو ومښلې،زړه یې غوښتل لږ نور هم ویده شي، خوله یې وازه وازه کېده، لاسونه یې چت ته جګ کړل، خپله شخي یې ووېسته. سترګې یې د بړستنې درې نورو خواوو ته په خپلو خویندو، ورونو ولګېدې چې وران وران د ماشومتوب په خواږه خوپ ویده وو، زړه یې نه کېده چې پښې له بړستنې راوباسي او پاڅېږي، خو د مور بېګانۍ خبره ورپه یاد شوه چې ورته ویلي یې وو:

سهار ته ډوډۍ نده پاتې، ماشومان به څه خوري ؟

اوچته راپاڅېد، د ارسۍ مخې ته ودرېد او د ښیښو پر ځای ارسۍ ته له کلک شوي پلاستیک نه یې د بهر کتو هڅه وکړه ، څه ورته ښکاره نشول، یوازې د پلاستیک له کړپ و کړوپ نه پوه شو چې بهر باد لګېږي. بدن یې ورېږدېد، ساړه یې وشول،خو چاره نه وه، باید خپل کار پسې تللی وای.

د وره پرځای پرته درنده پیوندي پرده یې بېرته کړه، دهلېز ته ووت، خپلو پلاستیکي څپلکو ته یې پام شو چې دواړه سره شلېدلې وې، ان پرون لا په سختۍ پکې ګرځېده، زړه کې یې دا پوښتنه تېره شوه  چې:

نن به مې پکې تېره شي ؟

بشپړ متن ...
 

غزل_حکمت سروش

اوس خو په چينه کې ګلاب نه راځي

ستا له خوا جانانه جواب نه راځي

سم لکه ګلاب ځوانۍ په اور سوځي

څنګ به، پر دې کلي عذاب نه راځي

اوس د خداى و کور ته خلک بم ور وړي

اوس د خداى له کوره کتاب نه راځي

ستا په لاس ازار زړګي ته نه ګورې؟

اې له دې لمانځه څه ثواب نه راځي

څه وشول؟ خوږې ميوې ترخې لګي

څه وشول؟ چې کيف له رباب نه راځي

 

روشنا وردګ ـ زه لا وړه وم

}

ډېره وړه چې د ويالې پر غاړه

دادا وړوکۍ نيالګۍ کينولو

نيالګى له ما نه ډير وړوکى

او نرى پرى و

چې مازديګر مهال به

موږ د دې وړوکي نيالګي

پر څڼو لاس راتير کړ

او په اخر کې به مو

کش کړ له نازکو پاڼو

يوه يوه نيمه پاڼې

به يې زموږ وړو منګولو کې را پاتې شوله

او موږ به منډې

په ټول باغ وکړلې

خو اوس هغه نيالګى

بشپړ متن ...
 
پاڼه 1 له 35

چاپ شوي آثار

 

ننوتنه



وروستۍ زیاتونې

زیاتې لوستل شوې لیکنې

Choose style